په لوګر کې څلور امريکايي سرتېري ټپيان شول


دامريکې پوځي سرچينې خبر ورکوي، پرون کله چې د امريکايي سرتېرو يو موټر د لوګر ولايت په چرخ ولسوالۍ کې په ګزمه روان و،د طالبانو له خوا بريد ورباندې وشو او له امله يې څلور امريکايي سرتېري ټپيان شول. د طالبانو يوه وياند ادعا کړې ،چې په بريد کې يې يو زيات شمېر امريکايي سرتېري وژلي دي.
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې تر اوسه 9 امريکايي سرتېري وژل شوي دي.