له رواني پلوه د پیاوړو خلکو ۱۵ نښې 

۱: ـ له بدلونه نه ویریږي، بلکې د مثبت بدلون هرکلی کوي او ورته غاړه ږدي؛
۲:- د ځان او کار مسوولیت ته ژمن دي، او له تیروتنو زده کړه کوې؛
۳:- خپل وخت د خپل حالت په ارمان او افسوس نه ضایعه کوي؛
۴:- د خپلې پیاوړتیا کنټرول له لاسه نه ورکوي؛ 
۵:- په غاړه ایښودنه او منله نه شرمیږي؛ 
۶:- خپله انرژي په له وسه وتلي کارونو نه مصرفوي؛ 
۷: ـ اړتیا نه ویني څو تل له نورو سره همنظره او موافق اوسي؛
۸: ـ له اټکلیدونکو خطرونو نه ویریږي؛
۹: - تیر هیروي؛
۱۰: - یوه تیروتنه څو څو ځله نه تکراروي؛
۱۱:- د نورو په بریا سترګې نه پټوي؛
۱۲:- په اولنۍ ماته له خپلې هڅې لاس نه اخلي؛
۱۳:- له یوازیتوب څخه نه ویریږي؛
۴۱:- د یوې غوره کړنلارې جوړل له ځان سره لري؛
۱۵:- د کارونو او روغتیا د ښه والي لپاره کوښښ کوي او تمه نه لري چي په چټکۍ یې نتیجه تر لاسه کړي.