د مخ د بخار یا دانو د له منځه وړلو له پاره څه باید وکړو؟

دا چې مخ مو بخار لري او له دې بخار څخه ډېر ځوریږئ، خو نه پوهېږئ چې د دې بخارونو درملنه څنګه وکړئ تر څو دا بخارونه له منځ ولاړ شي، ځینې وختونه د ډاکټر درمل هم د بخارونو په له منځه وړلو کې مرسته نه کوي. د دې بخارونو د له منځ وړلو له پاره ډېرې اسانې لارې شته. دا چې هغه لارې څه دي او څه ډول د دې بخارونو درملنه وکړو په دې ځای کې یې ولولئ. 
۱ـ د مخ بخار یا دانې د یخ په واسطه له منځ یوسئ: 

د مخ د بخار او دانو د له منځ وړلو له پاره لومړنی او تیز درمل یخ دی. هغه بخار چې ډېر نه وي التهابي شوی، یخ د التهابونو په له منځ وړلو کې ډېره مرسته کوي او د غوړو غده دې ته هڅوي، چې غټه شي او اضافي غوړ او مکروبونه د پوستکې له داخل څخه دباندې کړي. 

د کارونې لار: 
یخ په یوه تکه کې و پیچئ او بیا په هغه برخه چې بخار پرې را پورته شوی، د څو ثانیو له پاره ونیسئ. څو دقیقې دمه وکړئ او بیا دا کار تکرار کړئ. دا کار څو وارې تکرار کړئ، دا کار د دې لامل کېږي، چې په دوه ورځو کې ستاسې د مخ بخار ورک شي. 

۲ـ د زیتونو د غوړیو په واسطه د مخ بخارونه له منځه یوسئ: 
د زیتونو غوړي د انتي اکسیدان ویټامین او اوسپنه لري. دا غوړي پوستکي ته د ارام ورکوونکي خاصیت په درلودلو سره د بخار د ځای د جوړیدو په برخه کې مرسته کوي. 

د بخار د له منځه وړلو له پاره له زیتون څخه مخکې له دې چې د شپې ویده شئ استفاده وکړئ. د زیتونو غوړي په مخ و وهئ او بیا خپل مخ ته مساج ورکړئ، ډېر مساج د بخار ځایونو ته ورکړئ. تر هغه پورې مساج ورکولو ته دوام ورکړئ، چې غوړي مو د مخ پوستکی په پوره ډول جذب کړي. وروسته له دې پاکه تکه یا هم پخته په تودو اوبو کې لمده کړئ او بیا یې د بخار په ځایونو ونیسئ، تر څو چې د تودو اوبو بخار ستاسې پوستکي ته ورسېږي. بیا په ارامه له خپل مخ څخه غوړ پاک کړئ. وروسته له دوه درې دقیقو څخه خپل مخ په معمولي اوبو و مینځئ. 

۳ـ د مڼې او شاتو په واسطه د مخ د بخار له منځه وړل: 
د مخ د بخار د له منځ وړلوله پاره د مڼې او شاتو له ماسک څخه کار واخلئ دا ماسک هم له تاسې سره د بخار په له منخ وړلو کې مرسته کوي. 

د کارونې طریقه: 
نیمه سره مڼه د چای خوړلو په کاشوغه له ۴ کاشوغو شاتو سره په سم ډول ګډ کړئ او د ورځې ۱۵ د قیقې یې پر مخ کښېږدئ. وروسته له ۱۵ دقیقو څخه یې ومینځئ. دا ماسک د وچ پوستکي له پاره ګټور دی.