زرداري غواړي لطيف کوسا د پنجاب دنوي ګورنر په توګه وټاکي


رپوټونه وايي، چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري غواړي د پاکستان پخوانی قاضي القضات (لطيف کوسا) د پنجاب د نوي ګورنر په توګه وټاکي. د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثير څو ورځې وړاندې د خپل يوه ساتونکي له خوا له دې امله ووژل شو، چې نوموړي غوښتل اسلام ته د توهين د جزا په قانون کې بدلون راولي.