پاکستانۍ رسنۍ: حکمتيار نن اسلام اباد ته راځي

روهي (دوه نۍ/۲۸ د تلې)، پاکستانۍ جيونيوز رسنۍ لېکلي دي چې افغانستان کې پخوانی جنګي رهبر او دوه ځلې د افغانستان لومړی وزير ګلبدين حکمتيار اسلام اباد ته راځي. 

خبر کې ويل شوي دي چې حکمتيار اسلام اباد ته په يو درې ورځني سفر ځي چې د افغان سولې خبرو کې د پاکستان پر رول به له پاکستاني چارواکو سره وګوري. 

کابل کې د پاکستان سفير منصور خان هم رسنيو ته ويلي دي چې د افغان سولې خبرو کې له افغان حکومت او سياسي څېرو سره ګوري. منصور خان د ګلبدين حکمتيار د سفر پخلی کړی. 

تېره ورځ د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلام ګوند هم رسنيو ته نن ورځ اسلام اباد ته د ګلبدين حکمتيار د سفر پخلی کړی وو. 

د يادونې ده چې ګلبدين حکمتيار د حکومت له خوا د سولې پيل شوي بهير سره مخالفت لري او د حکومت د سولې مرکچي پلاوی کې خپل غړي دوحې ته له تګ منع کړي دي. 

نوموړي څه خت وړاندې ويلي وو چې په د حکومت له ادرس وراېخوا به د سولې خبرې پيل کړي.