په پښتو ژبه کې نومونه هم د ټاکندوی په توګه واقع کېږي

په پښتو ژبه کې د ضمیرونو تر څنګ نومونه هم د ټاکندویانو په توګه واقع کېدای شي. چې دا نومونه په بېلا بېلو حالتونو کې د تاکندوی په توګه واقع کېږي. 

نوم په اضافي حالت کې د تاکندوی په توګه: 
کله چې نوم په اضافي حالت کې د تاکندوی په توګه واقع شی، تر نوم دمخه د اضافت توری ( د ) راځي. 

لکه: 
د هیواد ګلان و غوړیدل. 
د وطن دښمنان مختوری شول. 
د احمد شاه بابا زیارت په کندهار کې دی. 
د هیواد ماشومان له زده کړو بې برخو دي. 
په دې جملو کې د هیواد، د وطن، د احمد شاه، د هیواد اضافي نومونه د ټاکندوی په توګه واقع شوي دي. 

شمېر نومونه د ټاکندوی په توګه: 
په پښتو ژبه کې شمېر نومونه هم د تاکندوی په توګه واقع  کېږي. 
یو ګل یې راوړ. 
یوه ښکلې نجلۍ راغله. 
دوې نجونې ګټونکې شوې. 
دوه هلکان لوبې کوي. 

په دې جملو کې وینو چې ار یا اصلي شمېر نومونه د ټاکندوی په توګه واقع شوي دي. 
پوړ شمېر نومونه د ټاکندوی په توګه: 

د ار شممېر نومونو تر څنګ پوړ شېر نومونه هم د ټاکندوی په توګه واقع کېږي. 
زه په لومړي ټولکي کې یم. 
ته په څلورم ټولګي کې یې. 
دی په دوهم ټولګي کې دی. 
مونږ په درېم ټولګي کې یو. 
تاسې په شپږم ټولګي کې یاست. 
هغوی په دولسم پوړ کې دي. 

په دې جملو کې لومړی، څلورم، دوهم، درېم، شپږم او دولسم د ټاکندوی په توګه راغلي دي. 
                                           اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. ( ۱۳۹۸). پښتو تطبیقي غوندله پوهه. کابل: جهان دانش خبرندویه ټولنه