جرمني ځواکونه به د روان کال په پای کې له افغانستان څخه دځواکونو ايستل پيل کړي


د جرمني د دفاع وزارت او بهرنيو چارو وزارت داسې يوه طرحه تسويد کړې ، چې له مخې به يې جرمني ځواکونه د 2011 کال په پای کې له افغانستان څخه خپل وتل پيلوي. دغه طرحه به لومړی د جرمني کانسلره انګېلا مېرکل لاسليک کوي او بيا به د روانې مياشتې په 28 نېټۀ پارلمان ته د تصويب لپاره وړاندې کيږي. داسې ښکاري چې طرحه به په ډېرې اسانۍ دمخالفوګوندونو ملاتړ ترلاسه کړي او رسماً به تصويب شي.