پرون يو فرانسوی سرتېری په افغانستان کې ووژل شو

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبر له مخې پرون يو فرانسوي سرتېری په افغانستان کې ووژل شو. دغه سرتېری په خپل زغره وال ګاډي کې د بمي چاودنې له امله مړ شو. د دغه سرتېري له مړينې سره له 2001 کال څخه تر اوسه د فرانسوي سرتېرو د مړو شمېر 53 تنو ته ورسېد. فرانسه په افغانستان کې 3750 تنه پوځيان لري.