نن به سوډان کې دبېلتون په اړه ټولپوښتنه پېل شي


پرون ناوخته په سوډان کې دټولپوښتنې کمیسون خبر ورکړ ، چې موږ دسویل دبرخلیک ټاکنې په موخه خپلې چارې په سمه توګه بشپړې کړې دي .
الجزیرې تلویزون په کمیسون کې دعامه اړیکو دمسوولې ابوک نکانورا له خولې کاږي : دراېې ورکولو کارتونه ټولو 2638 مرکزونو ته رسیدلې دي ،چې دسویلي سوډان 79 ولایتونو کې ټاکل شوې دي . په ګرد سوډان کې دراېې ورکونکو شمېر 3,7 ملیونه دی پردې سربېره 120 زره ېې دسوډان په شمال کې ثبت شوې دي .
ټولپوښتنه به نن یکشنه 8:00 بجې پیل او د 5:00 بجو پوره یوه اونۍ دوام ولري او دروانې میاشت پر 15 مه نېټه به پای ته ورسیږي .
په دې اړه به نور معلومات له روهي ویبپاڼې تر لاسه کړې .