په طبیعي ډول د جود د بد بوی درملنه وکړئ!

د دوبي په موسم کې ډېری کسان د ډېرو خولو کولو  له امله د وجود له بد بوی سره مخ وي، چې دا ستونزه یې تر ډېرې اندازې پورې ځوروي. خینې کسان له اسپرې او د ښه بوی له نورو مایعاتو څخه د دې ستونزې له پاره کار اخلي،خو د ډېری کسانو ستونزه په دې هم نه هواریږي. دا چې څه ډول دا ستونزه حل کړئ او له دې ستونزې ځان و ژغورئ اسانه لارې شته او کولای شئ چې په طبیعي ډول له دې ستونزو څخه ځان وژغورئ. 

شلغم!! 
تاسې ته کېدای شي، چې دا ډېره جالبه وي، چې شلغم دې ستاسې د وجود بد بوی له منځه یوسي. شلغم د نورو ګټو تر څنګ د باکتریا ضد خاصیت هم لري، چې د وجود د بد بوی له باکتریاوو سره مبارزه کوي او ستاسې د وجود بد بوی له منځه وړي. 

دوه یا درې دانې شلغمه ټوټه کړئ او د مکسر په واسطه یې ښه سره ګډ کړئ داسې چې د اوړو په رقم شي، میده شوی شلغم را واخلئ او په یوه ساپي کې یې واچوئ؛ چې اوبه یې ښې و بهېږي، هغه لاسته راغلې اوبه په تخرګو ووهئ، پریږدئ چې خپله وچې شي، کله چې وچې شوې له څو دقیقو څخه وروسته یې په تودو اوبو سره ومینځئ. 

دا کار هر سهار وکړئ، تر څو ستاسې له ځان څخه د لسو ساعتونو له پاره بد بوی ولاړ نه شي. 

د مڼې سرکه:
د مڼې سرکه هم د باکتریا له پیاوړو وژونکو څخه شمېرل کېږي؛ چې د PH په درلودلو سره د وجود بوی ورکوي. 

لږ پنبه را واخلئ او په سرکه یې ښه ککړه کړئ وروسته هغه په خپلو تخرګو و وهئ دوه درې دقیقې یې پریږدئ وروسته یې و مینځئ. دا کار د ورځې دوه ځلې وکړئ،  یو ځلې سهار او بیا مازدیګر تر هغې پورې چې پوه شوئ چې نور دا بد بوی ورک شوی. 

د چای د ونې غوړي: 
د چای د ونې غوړي  باکتریا وژونکی خاصیت په درلودلو سره کولای شي، چې د بدن بد بوی ورک کړي. د چای غوړی داسې خاصیت لري، چې خوله هم کموي. 

دوه قطرې د چای غوړي له ۲۵ میلي لیتره اوبو ( درې کاشوغو) سره یو ځای کړئ او بیا یې د اسپرې به یوه بوتل کې واچوئ او هغه د اسپرې په ډول و کاروئ. دا د دې لامل کېږي، چې ستاسې د وجود بد بوی له منځه ولاړ شي. 

نوټ: هغه کسان چې پوستکی یې حساس دی، د چای له غوړیو څخه دې کار نه اخلي او له دې نورو لارو څخه دې کار واخلي.