ښځینه قومندانه کفتر له طالبانو سره یو ځای شوې ده

روهي (جمعه/۲۵ د تلې )، د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي چې نن د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ سجانو سیمه کې ښځینه قومندانه کفتر له خپلو وسله والو سره یو ځای له طالبانو سره یو ځای شوې ده.

د قومندانې کفتر اصلي نوم بي بي عایشه ده او نوموړي د شوروي ځواکونو پر وړاندې هم مبارزه کړې ده.

تر اوسه امنیتي چارواکو په دې اړه له رسنیو سره کوم غبرګون نه دی شریک کړئ.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201016_103800_942.sdoc-->