د پښتو او ترکي ژبو ځینې ګډې ځانګړنې

دا چې د نړۍ ژبې یو له بل سره اړیکې لري له دې امله ډېری ژبې یو له بل سره په ځینې مواردو کې ورته والی لري او ځینې ځاګړنې یې سره توپیر لري، دا چې پښتو او ترکي ژبې په کومو مواردو کې سره ورته دي او کوم موارد یې سره توپیرلري، د دواړو ژبو جوړښتي ځانګړنو ته په کتو سره به یې ګدې ځانګړنې او توپیرونه په ګوته کړو. 

پښتو ژبه د لرغونیتوب له مخې د اریایي کورنۍ د اریاني څانګې پورې اړه لري. دا ژبه د افغانستان د خلکو رسمي ژبه ده او په پاکستان کې هم ویونکي لري او د نړۍ په زیات شمېر هیوادونو کې دغه ژبه د پښتنو مهاجرو له خوا ویل کېږي. 

ترکي ژبه د التایي کورنۍ د ترکي څانګې د لویدیځې برخې ( اغوزي) کورنۍ پورې اړه لري. د ترکې هیواد رسمي ژبه ده او په نوموړي هیواد کې د ۶۷ میلیونه په شاه او خوا کې خلک د لومړۍ ژبه په توګه او ۳۵۰ زره نور کسان د دویمې ژبې په توګه پرې خبرې کوي. نوموړې ژبه په قبرس کې هم د یوناني ژبې تر څنګ رسمي ژبه ګڼل کېږی. ترکي ژبه په اورپا، منځني ختیځ، مرکزی اسیا او د امریکا په ۳۵ هیوادونو کې هم ویونکي لري. 

د ترکي او پښتو ژبې ګډې ځانګړنې: 
۱ـ د پښتو ژبې په فعلونو کې هم دوه  عدده شتون لري. ۱ـ مفرد ۲ـ جمع او د ترکي ژبې په فعلونو کې هم همدا دوه عدد ه شتون لري. 

۲ـ ترکي ژبه هم د پښتو ژبې په څېر د د درېوو اساسي زمانو ۱ـ اوسمهال ۲ـ راتلونکی مهال او ۳ـ تېر مهال لرونکې ده. 

۳ـ د ترکي ژبې فعلونه هم د پښتو ژبې په څېر د درېوو اشخاصو لومړي، دوهم او درېم شخص لرونکې ده. 

۴ـ د دې دواړو ژبو تر منځ ځینې اوزونه هم یو ډول دي او خپلواک اوازونه یې هم ځینې سره ورته دي. 

۵ـ د پښتو او او ترکي ژبې غونډلیز جوړښت هم سره یو شان دی. چې په دواړو ژبو کې غونډلیز جوړښت  فاعل + مفعول + فعل دی. 

نورې ځانګړنې د دې دوه ژبو بیا په لږ او ډېر توپیر سره متفاوتې دي. 
۱ـ ترکي ژبه د اتو خپلواکو غږونو لرونکې ده، چې په پښتو ژبه کې خپلواک اوازونه بیا اووه دي. 

۲ـ پښتو ژبه د ډېرو کلسټرونو لرونکې ده؛ چې د دې په خلاف په ترکي ژبه کې د کلسټرونو شمېر کم دی، چې هغه هم د کلیمې په پیل کې نه را منخته کېږي. 

۳ـ په پښتو ژبه کې نومونه د جنس، عدد او حالت له مخې ګردان کوي، چې له دې سره په لږ توپیر سره د ترکي ژبې نومونه بیا د پښتو ژبې د فعلونو په څېر د جنس، عدد او شخص له مخې اوړون مومي. 

۴ـ د دې ژبې فعل بیا یوازې د شخص او عد له پلوه له فاعل سره سمون ښیي. 

۵ـ ترکي ژبه په کلیمه کې د مورفیمونو د ټاکنې پر بنسټ د پیوندي ژبو په ډله کې راځي، چې د دې په خلاف پښتوژبه بیا د تصریفي ژبو له ډلې څخه شمېرل کېږي. دا او دې ته ورته نورې ګډې او سره ورته ځانګړنې نورې هم دا دوه ژبې سره لري. 

                                                 اخځونه
۱ـ محبوب، محبوشاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خبرندویه ټولنه 
۲ـ همای، یحیا. ( ۱۳۹۶). تاریخي پرتلیزه ژبپوهنه. لکچر نوټ. کابل پوهنتون: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه
لیکواله: شبانه پوپلزۍ