د کوچنیانو غاښونه د دې لاملونو په اساس ژیړیږي

د ډېری کوچنیانو غاښونه به مو لیدلي وي؛ چې مخکې له اووه کلنۍ څخه ژیړ او یا تور اوړي، چې ځینې کورنۍ ورته په تشویش کې وي، چې دا ولې ژیړ شوي او ځینې نور یې بیا عادي ګڼي. دا چې د کوچنیانو غاښونه ولې ژیړ او یا تور اوړي په لاملونو یې ځان پوه کړئ او دا ستونزه جدي وګڼي. هغه څه چې ستاسې د کوچنیانو د غاښونو د ژړیدو لامل کېږي هغه دا دي: 

په کوچنیانو کې  د غاښونو ژیړوالی کله  د داخلي لاملونو په اساس وي او ځینې وخت بیا د بېروننیو لاملو په اساس ژیړیږي؛ چې بېرونني لاملونه یې ځینې خواړه او څښاک دي. 

که کوچنیان د رشد یا غټېدو په حالت کې کې زیات فلوراید وخوري، کېدای شي دا یو نه تکراریدونکی حالت را منځته کړي. فلوراید د غاښونو  مینا جوړونکو سلولونو ته زیان رسوي؛ چې په پایله کې غاښونه ژیړیږي او یا ژیړ ته ورته رنګ غوره کوي. 

تتراسایکلین
د تتراسایکلین د انتی بیوتیک د خوړولو له امله کېدای شي، په غاښونو ژیړ رنګه لکه پاتې شي؛ چې له همدې امله ډاکټران کوچنیانو ته دا انتي بیوټیک نه ورکوي.

د غاښ خرابېدل یا زیان
ځینې وختونه یو غاښ ژیړ یا قهوه یي رنګه شي، چې دا ډېری وخت د دې ښکارندویي کوي، چې غاښونو له یوې جدي ستونزې سره مخ دي. دا زیان کېدای شي چې د غاښ او یا د غاښ عصب ته رسېدلی وي؛ چې په دې وخت کې باید ژر تر ژره د غاښونو ډاکټر ته ورشئ. 

خواړه او څښاک
ځینې خواړه د دې خاصیت لري، چې د کوچنیانو غاښونه ژیړ کړي، خصوصاْ سوډا، د سویا سس او د ځینو میوو د اوبو خوړل د دې لامل کېږي، چې د کوچنیانو غاښونه ژیړ شي. په دې حالت کې چې تاسې پوهېږي دا خواړه او یا څښاک د دې لامل کېږي، چې ستاسې د کوچنیانو غاښونه ژیړ کړي وروسته د دې خوړو له خوراک څخه هغوی ته و وایئ چې خپل غاښونه په اوبو ومینځي. 

د غاښونو په ساتنه کې بې غوري
یو کوچنی باید د ورځې دوه ځلې باید خپل غاښونه برس یا مسواک کړي او نخ یې کړي، تر څو غاښونه یې ژیړ نه شي. ځینې کوچنیان هېڅ خپل غاښونه نه مسواک کوي، چې دا د دې لامل کېږي، چې د دوی غاښونه ژیړ شي.