بادغیس کې په لومړي ځل د پستې معیاري پروسس فابریکه جوړه شوه

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، نن په بادغیس کې د پستې د پروسس فابریکه د یو شمېر سوداګرو او مشرانو په ګډون، د بادغیس والي حسام الدین شمس له لورې پرانیستل شوه. 

 دا فابریکه د ۱۵۷۵۰۰ امریکايي ډالرو لګښت جوړه شوې او په ۲۴  ساعتونو کې له ۷۲۰۰ – ۱۲۰۰۰ کیلوګرامه پستې د پروسس ظرفیت لري.

د بادغیس والي دا فابریکه په کورني او بهرني بازارونو کې د دې محصول د ښه بازارموندنې لپاره مهمه وبلله او د دې فابریکې په جوړولو کې یې د کرنې ریاست هڅې وستایلې.