له ګردیز ښار تر روحاني بابا پوري د سړک رغولو چارې پرمخ روانې دي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د پکتیکا ولایت څخه تر ګردیز ښار پورې سرک د  څه باندې ۱۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۲۳ سلنه پرمختګ کړی.  

یاده پروژه پکتیا او پکتیکا ولایتونه سره نښلوي چې په بشپړولو سره به یې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز له روحاني بابا او زرمت ولسوالیو سره ونښلي او د جاپان هیواد له خوا تمویل کیږي. 

د دې سړک په جوړولو سره به د سیمې د اوسیدونکو ټرافیکې ستونزې هواري شي.