روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د بلاروس د اپوزیسیون مشرې ، ددې هېواد له ولسمشر السکاندر لوکاشینکا غوښتي چې په راتلونکو ۱۲ ورځو کې دې استعفا ورکړي.
د اپوزېسیون مشره سویتلانا تيخانوفسکایا وایي، په بلاروس کې معترضان د وروستیو ټاکنو په غبرګون کې چې له پراخو درغلیو ډک و د خلکو وروستی خبرداری یا اولتیماتوم اعلانوي.
د تیخانوفسکایا له لوري په هغه بیان کې چې پرون یې په تلګرام کې خپور کړی ولسمشر الکساندر لوکاشینکا ته خبرداری ورکړی چې د خلکو دا خبرداری دې په راتلونکو ۱۲ ورځو کې ومني.
په بلاروس کې د وروستیو انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې وشوې او بلاروس د څو اوونیو راهیسې د پراخو اعتراضونو شاهد دی چې خلک په ټاکنو کې د الکساند لوکاشینکا د بریا سره مخالفت لري.
اروپایي اتحادیې او د امریکا متحده ایالاتو هم د بلاروس د مشروع ولسمشر په توګه د لوکاشینکا له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.
وروستي