درانۍ وزیري د ملي امنیت شورا دفتر ستره حقوقي سلاکاره وټاکل شوه

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رییس محمد اشرف غني د فرمان سره سم آغلې درانۍ وزیري د ملي امنیت شورا دفتر ستره حقوقي سلاکاره وټاکل شوه. 

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د اغلې وزیري په پېژند غونډه کي د مخکني حقوقي سلاکار عبدالشکور مهجور له کارونو او هڅو څخه مننه او مېرمن وزیري ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.  

درانۍ وزیري د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوې، خپل د ماسټرۍ سند یې د امریکا د اوهایوی له پوهنتون څخه د ښه حکومتدارۍ او د قانون حاکمیت په برخه کې تر لاسه کړې. 

نوموړې تر دې وړاندې د جمهور ريیس د ویاند د مرستیالې په توګه دنده کوله، چې د هیواد او نړۍ په یو شمېر نورو دولتي او خصوصي ارګانونو کې هم د حقوقې برخې کاري تجربه لري.