هرات کې یو ځل بیا د کرونا وېروس پېښو زیاتیدو اندېښنې زیاتې کړې

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د افغانستان روغتیا وزارت وايي، د ایران سره پر پوله پروت ولایت هرات کې یو ځل بیا په دې وروستیو کې د کرونا وېروس پېښې زیاتې شوې دي.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ویلې چې د افغانستان روغیتا وزارت هرات یو پلاوی لیږلی ترڅو معلومه کړي چې په نویو ناروغانو کې په کووېډـ۱۹ د مخکنیو اخته شویو کچه ور ارزوي.

نوموړي په هرات کې د کرونا د وروستیو پېښو شمېر روښانه نه کړ، خو زیاتوي چې په نویو ثبت شویو پېښو کې ډېره برخه د هرات او کابل ولایتونو ده.

هغه زیاته کړه: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لابراتوارونو کې ۳۱۸ معاینات شوي دي چې په دغو کې ۶۶ مثبت دي، له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۹،۹۹۴ ته ورسېد، له دې ډلې ۳۳،۳۵۴ تنه بېرته رغېدلي دي."

وزارت له ټولو خلکو غواړي چې عامه ځایونو کې خوله او پوزه پټ وساتي او په خبره‌یې روغتونونو او دولتي ادارو ته د مراجعې لپاره ماسک بندول اړین دي.