هرات کې د سړک غاړې ماین چادونه کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې)، د کورنیو چارو وزارت وايي، کشک کهنه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
 
د وزارت په وینا چې په چادونه کې د د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
 
د کشک کهنې ولسوالۍ څخه ځینو سرچینو رسنیو ته ویلې، چې مازډا موټر چې ښځې او ماشومان په کې سپاره و، د واده مراسموته روان و، چې د سړک غاړې ماین چادونه پرې شوې ده.