د بغلان په ګدزګاه نور ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۲۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د راپورونو له مخې ویل کیږي تېره شپه وسله‌والو طالبانو د بغلان ولایت ګذرګاه نور ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید کړی چې پایله کې یې ۱۶ وژل شوې او کابو ۱۰ تنه نور ټپیان شوي.
 
له سیمې سرچینې وايي، چې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نېږدې لا هم نښته روانه ده. 
 
په بغلان کې ددې وروستیو نښتو په تړاو سیمه ییزو امنیتي چارواکو لا هم څه نه دي ویلې.