د افغانستان فوټبال غوره لیګ فاینل لوبه د شاهین آسمايي او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د افغانستان فوټبال غوره لیګ وروستۍ دوه لوبډلې په ډګه شوې شوې، چې  ددې سیالیو نهم پړاو پای لوبه کې به سره مخ شي د شاهین اسمایي او سیمرغ البرز لوبډلو په نیمه پای لوبو کې د بریاوو په خپلو سره ددې لیګ پای لوبې ته ورسیدل.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ وروستۍ یا پای لوبه به راتلونکي جمعه د شاهین آسمايي او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.

سیمرغ البرز پرون د طوفان هریرود لوبډلې ته په نیمه پای لوبه کې دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او وروستۍ مرحلې ته‌ یې لاره ومونده؛ له دې وړاندې شاهین آسمايي په نیمه پای لوبه کې د سپین غر بازانو ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د فوتبال غوره لیګ نهم پړاو سیالۍ د تلې میاشتې له دوهمې په کابل کې پیل او راتلونکي جمعه به پای ته ورسیږي.