عطاالله لودین وايي په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او باید ژر ختمه شي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، په قطر کې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړی عطاالله لودین وايي، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او باید ژر تر ژره ختم شي. 

لودین زیاته کړې، دوی به د سولې خبرو پرمهال  هره اړونده برخه کې د جګړې د قربانیانو دفاع وکړي او په هېواد کې د عادلانه سولې راوستو په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړي په افغانستان کې د جګړو له قربانیانو سره د ویډیويي کنفرانس پرمهال خبرې یادې څرګندونې کړې دي.

په قطر کې د افغان سولې په سر د حکومت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲مه خبرې پېل شوې چې لا هم د اجنډا په سر ځیني اختلافي ټکې نه دي حل شوې او په هېواد کې د وسله والو طالبانو لخوا بریدونو زور اخیستی.