د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي پوځ دوه چورلکې غورځیدلې دي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ )، د راپور له مخې ویل کیږي چې تېره شپه ناوخته د هلمند د ناوې ولسوالۍ د محمد امین اکا پوستې ته نږدې د هلمند سیند پرغاړه د ملي پوځ د دوه چورلکو د ټکر له امله دواړه نسکورې شوې دي، 

هلمند کې څو ورځې سخته جګړه رونه ده او ویل کیږي چورلکو سیمې ته تازه دمې کمانډو ځواکونه رسولي و.

خو په هلمند کې د وروستیو چورلکو د غورځيدو په تړاو یوې امنیتي سرچینې ویلې، چورلکو د ناوې ولسوالۍ د جګړې ۱۵ افغان سرتېرو  ټپیان لېږدول چې د چورلکو له عملې سره یوځای وژل شوي دي.