د افغانستان لپاره د امریکا او پاکستان استازو پر افغان سوله خبرې کړې دي

روهي (څلور نۍ/۲۳ د تلې)، په افغانستان کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې دي.

صادق تازه په یو ټوېټ پیغام کې ویلې: "د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د لا اسانه کولو، په نړیواله کچه د افغان سولې خبرو ملاتړ او د پاکستان او افغانستان د سیمه ییزې سوداګرۍ په مرکز بدلولو ویډیویي خبرې کړې دي."

خلیلزاد په دې وروستیو کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت وکولی شي له پاکستان سره یوې موافقې ته ورسیږي چې د سولې له هڅو څخه په بشپړ ډول ملاتړ وکړي.

خلیلزاد او د غوڅ ملاتړ قوماندان جنرال سکاټ میلر تیره میاشت د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د سیمه ییز امنیت او سولې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق هم حضور درلود، په سیمه کې د ګډو ګټو، په سیمه کې د سولې او ثبات، د افغانستان - پاکستان د پولو مدیریت او د افغانستان د سولې په پروسه کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د دواړو هیوادونو د سفیرانو ترمنځ وروستۍ خبرې په داسې حال کې تر سره شوې چې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو اترو پلاويو د دوه اونیو ځنډ وروسته یو ځل بیا په دوحه کې د افغان سولې په اړه ناستې کړې دي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201014_061448_016.sdoc-->