د  ښه وړاندې کوونکي (پریزېنټر) لپاره ۴ ځانګړتیاوې

د وړاندې کونکي یا پرېزېنټر په توګه دا هغه  مسؤلیت دی، چې خپل پیغام په داسې ډول وړندې کړئ،  چې زړه راښکونکي وي. د دې پنځه بنسټیزو ځانګړتیاو کارول به تاسو سره مرسته وکړي، چې  د پریزنټشنونو هنر کې مهارت ترلاسه کړئ. او ددې ترڅنګ ښه  د غوره وړاندې کونکي لپاره  دغه لاندې پنځه ځانګړتیاوې  مهمې دي:

۱- پوهه:
په یوې موضوع د پریزنټشن وړاندې کول پدې مانا دي،  چې تاسو باید په موضوع بشپړ  حاکمیت ولرئ، چمتوالی ونیسئ،  په یاده موضوع تمرین وکړئ، د پرېزنټشن په وخت ارامه اوسئ، ستړیا احساس مه کوئ، یو سکریپټ جوړ کړئ او مهم ټکي حفظ یانې یاد کړئ ترڅو  تاسو ته به راتلونکي ټکي ته د رسیدو کې مرسته وکړي. 
ددې ټولو ټکو د برابرولو تر څنګ یوځل خپل لیکل شوې لیکنه ځانته په یو مېز کیږدئ، بیا ودریږئ، څلورو خواوو یانې څلورو زایو ته وګورئ او داسې یې وړاندې کړئ لکه څنګه چې تاسو د خپلو لیدونکو مخې ته ولاړ یاستی او اېخوا - دېخوا حرکات وکړئ، وقفه وکړئ، د لاس اشارې وکاروئ او سترګو سره اړیکه ونیسئ.

۲- باوري اوسی:
یو باوري وړاندې  کوونکي په توګه داسې ډول خپله موضوع وړاندې کوی، چې د لیدونکو توجو په بشپړ دول ځانته جلب کړی. همدا شان دغه مهمې نقطې هم په یاد ولرئ، تر څو ښه پرېزنټشون وړاندې کړئ. ګونګی کیږئ مه،  د وړاندې کولو پرمهال لوړ ودریږئ او اوږې مو ښکته او شاته وساتئ. عصبي وړاندیز کونکي ګړندۍ خبرو پرځای ورو وعږیږئ، په ځینې وخت کې موسکا وکړئ، د پرېزنټشن په وخت کې خپلو سترګو اړیکه له اوریدونکو 
 سره وساتئ، په سترګو کې خلک وګورئ.

۳- د لیدونکو لید درک کول او ځان پوهول:
خلک به تاسو ته ووایي یا به داسې فکر کوي، چې تاسو هوښیار اوسئ، زړه راښکونکی اوسئ! خندونکی اوسئ! ځواکمن اوسئ! دا ټول هغه ځانګړتیاوې دي، چې د یوه چمتو کونکي په توګه یې باید ولرئ،خپل ځانګړي شخصیت او خصلتونو ته یوه کتنه وکړئ. ځان پوه کړئ، خو ځینې هغه څه دي چې خورا مهم بلل کیږي. تاسو کولی شئ د چرچیل یا خندونکي په څیر هڅه وکړئ ترڅو خلک په اسانۍ سره پوهه شي. 
 
۴- خپل پریزنټشن په شوق او لېواتیا سره وړاندې کړئ:
هیڅوک تمه نلري چې راتلونکی مارټین لوتر کینګ واوري مګر دا مهمه ده چې خپل پریزنټشن په داسې ډول وړاندې شي تر څو  قناعت بښوونکی وي. ستاسو موضوع  او مساله یو تر بله ربط او اړیکه ولری تر څو  په ریښتیي توګه درته پاملرنه وکړئ.
د یوې موضوع وړاندې کول په لیوالتیا سره موضوع ته شخصي پانګه اچونه په ډاګه ګوي  او خلک د احساساتي کچې سره وصلوي تر څو ټول اوریدونکي په غور او دقت سره په وړاندې کوونکي یا پرېزنټر ته متوجې واوسي البته د لیوالتیا دا سرچینه طبیعي اړتیا ته اړتیا لري.