په ولسي جرګه کې د بامیان پخوانی استازی له طالبانو سره یوځای شوی

د بامیان والي سید انور رحمتي وايي، د دوی د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په ولسي جرګه کې د دې ولایت پخوانی استازی عبدالرحمان شهیداني له طالبانو سره یوځای شوی دی.
ښاغلي رحمتي په یوه مکتوب کې د دې ولایت امنیتي ادارو او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبر ورکړی چې ښاغلی شهیداني قطر ته تللی دی.
خو عبدالرحمان شهیداني بیا دا موضوع ردوي.
په ورته وخت کې د بامیان امنیه قومانداني هم مني چې والي ترې په یوه رسمي مکتوب کې له طالبانو سره د عبدالرحمان شهیداني د یوځای کېدو په اړه د څېړنو او معلوماتو غوښتنه کړې.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي ازادي راډیو ته وویل، دوی اوس د دې موضوع په اړه څېړنې پیل کړي دي.
عبدالرحمان شهیداني له دې وړاندې هم د ۱۳۹۶ په غبرګولي میاشت کې هغه مهال چې د ولسي جرګې غړی و، تورن شوی و چې ګنې زوی یې او د بامیان امنیه قوماندان هغې الوتکې ته په دې ولایت کې د ناستې اجازه نه وه ورکړې چې دی یې له کابل څخه نه و لېږدولی.
خو ښاغلي شهیداني هغه مهال دا تورونه رد کړي وو.