دوحه کې یو ځل بیا د دواړو ډلو ترمنځ ناستې پېل شوې دي

روهي (درې نۍ/۲۲ د تلې)، د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي، تېر ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او د مقابل لوري تماس ډلو ترمنځ ناسته شوې، چې په ناسته کې د دواړو خواو ترمنځ د اختلافي موضوعاتو پر حل جدي بحث او هوکړه وشوه چې د حل لپاره به یې لیدنې دوام ولري.

د دواړو ډلو ترمنځ د خبرو د بیا پېل په اړه تېر ماښام
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم ویلې و، چې د خبرو اترو ډلو د تماس ګروپونوناسته کړې ترڅو د پاتې توپیرونو په اړه بحث وکړي.

نعیم ویلې:"د تماس ګروپونو هوکړه کړې چې په راتلونکو غونډو کې پر نورو موضوعاتو بحث وکړي".

په قطر کې دواړه ډلې داسې مهال یو ځل بیا د غونډې د پېل خبر ورکوي چې نږدې دوه اونۍ د افغانانو ترمنځ د خبرو مرکچي پلاویو لخوا ناستې ځنډیدلې وې.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201013_070037_354.sdoc-->