شاهین آسمایي د فوټبال غوره لیګ پای لوبې ته ووتل

روهي ( درې نۍ/۲۲ د تلې)، د شاهین آسمایي لوبډلې پرون دوو شنبه د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په نیمه پای لوبه کې د سپین غر بازانو ته ماتې ورکړه او ددې سیالیو پای لوبې ته یې ځانونه ورسول.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نیمه پای لوبې لومړۍ لوبه تېره د شاهین آسمایي او د سپین غر بازانو تر منځ ترسره شوه؛ چې په پای کې، شاهین اسمایي د دوه ګولونو سره سپین غر بازانو ته ماتې ورکړه او د اتم ځل لپاره د دې سیالیو پای لوبې ته ورسیدل.

د شاهین آسمایي لپاره امان الله سرداري د لوبې په ۳۹ او حمید حبیبي د لوبې په ۹۳ دقیقه کې ګولونه ترسره کړل، د لوبې غوره لوبغاړی امان الله سرداري و.

په پای لوبه کې د شاهین آسمایي سیاله لوبډله به نن د سیمرغ البرز او طوفان هریرود لوبډلو ترمنځ په لوبه کې ټاکل کیږي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201013_063827_409.sdoc-->