طالب مشران په ایران کې بانکي اکاونټونه لري


دافغانستان په شمال کې دکندوز ولایت دامنیت امر دهغې بانکي کتابچې په اړه ،چې پولیسو په ګل تپه کې دیو شمېر نورو لاسوندونو لکه دطالب جنګیالیو تشکیلات دعشر او زکات رسیدونه په کې یو ځای تر لاسه کړې دي نوموړی وايي : موږ په ګل تپه کې داسې یوه کتابچه موندلې ده ،چې په ایران کې له یو بانک سره تړاو لري موږ دا کتابچه او نور لاسوندونه ملي استخباراتو ته استولې دي او په دې اړه نورې پلټنې روانې دي .
دکندز ولایت په ګل تپه کې ،چې دکومو لاسوندونو ترمنځ دبانک ملي ایران کتابچه تر لاسه شوې ده دا ددې مانا ورکوي ،چې ایران په کندوز کې له طالب مشرانو سره نغدې مرستې کوي . دا سند ،چې پولیسو دعملیاتو په ترڅ کې تر لاسه کړې دی دا ورځنی جوتیږي ،چې ایران یو طالب مشر ته قرض حسنه ورکړې دی دبانک دا سند دبانک ملي ایران دی ،چې لاسلیک او ټاپه کې په له ورایه معلومیږي عبدالحي شینواری ،چې په ګل تپه کې طالب مشر دی په ایران کې دبانک ملي ایران څخه پېسې تر لاسه کړې دي ، د بانک ملي ایران اکاونټ ،چې دعبدالحی شینواری په نوم جوړ شوی دی دا په ډاګه کوي ،چې دعبدالحي شینواری ښه موده له ایران څخه پېسې تر لاسه کړې دي په وروستی پاڼه کې د5000 په شمېر قرض حسنه ثبت شوی دی خو دا معلومه نه ده ،چې دا 5000 کوم ډول پېسې دي ،چې په کندوز کې دې طالب مشر ته ورکړل شوې دي .
دګل تپې داستوګنو له قوله عبدالحي شینواری دهمدې کلي استوګن دی او دطالبانو په مشرانو کې راځي . دعبدالحي شینواری کلیوال وايي : نوموړی دطالبانو دیو لس کسیز ګروپ مشر و ، چې تېره ورځ له پولیسو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو .
دیادونې ده پخوا ، ناټو او امریکايي چارواکو په دې اړه ډېر څه ویلې و چې ایران له افغاني طالبانو سره دوسلو او پېسو مرسته کوي .