(  د پښتو ژبې لهجې ( ګړدودونه

لهجه د یوې ژبې د خبرو کولو ځانکړی طرز او روش دی، چې په یوه ځانګړې جغرافیه کې د یوې ځانګړې ژبې د خبرو طرز په یوه سیمه کې یو ډول وي او په بله سیمه کې د همغې ژبې ویونکي په لږ او ډېر توپیر سره بل ډول خبرې وکړي.
 دا توبیرونه اکثره وخت په ګرامري او یا د اوازونو  او ځینې وخت په لغوي یا د وییونو په برخه کې هم لیدل کېږي. هره ژبه د بېلا بېلو لهجو لرونکې ده، په نړۍ کې هېڅ داسې ژبه نشته چې لهجې دې ونه لري هره ژبه بېلا بېلې لهجې لري؛ چې پښتو ژبه هم  د بېلا بېلو لاملونو او ټوپیرونو په اساس په بېلا بېلو اصلي او فرعي لهجو باندې ویشل شوې ده. 

پښتو ژبه په لومړي سرکې پر درې اصلي لهجو باندې ویشل شې ده؛ چې دا درې لهجې عبارت دي له: ۱ـ کندهاري ګړدود  ۲ـ مرکزي ګړدود  ۳ـ د مشرقي د خلکو ګړدود

دا درې ګړدودونه ډېری د ( ښ) او (ږ) په اوازونو سره توپیریږي. چې دا دوه اوازونه په دې درې ګړدودنو کې په بېلا بېلو بڼو سره تلفظ کېږي او او تلفظي بڼه یې له یوې ژبې څخه په بله ژبه کې توپیر کوي. 

د (ښ) او ( ږ) اواز په کندهاري ګړدود کې د ( ښ) اواز (ش) ته نږدې تلفظ کېږي او د ( ژ) اواز بیا (ږ) ته نږدې تلفظ کېږي. 

په مرکزي کړدود کې بیا د ( ښ) اواز په خپل اصلي حالت سره تلفظ کېږي او د ( ږ) اواز بیا د دېری کسانو له خوا د ( ګ) په ډول تلفظ کېږي. 

په ختیځه لهجه کې د ( ښ) اواز د ( خ ) په رقم تلفظ کېږي او د ( ږ) اواز د دې لهجې ویونکي هم د (ګ) په رقم تلفظ کوي. 

دا هغه مهمې ځانګړنې دي، چې دا درې ګړدودونه یو له بل سره جلا کوي. دې ته ورته نورې ګرامري او لغوي ځانګړنې هم شته، چې له یوې لهجې څخه په بله لهجه کې توپیر کوي. 
پر دې درې لهجو سر بېره پښتو ژبه نورې فرعي لهجې هم لري. لکه: د وزیرو لهجه، د مروتو لهجه، د یوسفزیو لهجه، د پېښورو لهجه او ... 

پر جغرافیه یي ماحول سربېره د یوې ژبې د ویونکو لهجې د نورو ټولنیزو لاملونو له مخې هم بدلون کوي. لکه: اقتصاد. سیاست، عمر، کسب یا مسلک، جنس او داسې نورو لاملونو په اساس هم ګړدودونه توپیر کوي. که متوجه شو د کوچني ګړدود د لویانو له ګړدود سره توپیر لري. د ښځې ګړدود بیا د نارینه له ګړدود سره توپیر لري. 
همدارنګه د مسلک له مخي که و ګورو د با سواده ګړدود د بې سواده له ګړدود سره توپیر لري همدارنګه د یو ډاکټر ګړدود د یوه ښوونکي له خبرو یا ګړدود سره توپیر لري. دا هغه لاملونه دي؛ چې په یوه ژبه کې د جغرافیه یي ماحول سربېره لیدل کېږي او د یوې ژبې ګړدودونه سره بېلوي.