ارمنستان او ادزبایجان یو ځل بیا جګړه کړې ده

روهي(دوه نۍ/۲۱ د تلې)، ارمنیا او اذربایجان دواړو د روسیې په منځګړیتوب نافذ شوی اوربند مات کړی او له سیمې یو ځل بیا د تازه جګړې راپورنه ورکړل شوې دي.

د روسیې په منځکړیتوب د اکټوبر په ۱۰مه د شوې اوربند په ماتیدو نن د اذربایجان دفاع وزارت ارمنستان تورن کړ چې دې تړون ته ژمن نه ‌دی او زیاتوي چې د دغه هېواد ځواکونو په پرله ‌پسې ډول هڅه کړې چې د اذربایجان پوځي اهداف په نښه کړي.

د اذربایجان حکومت وايي، پرون په ګنجه ښار سیمه د ارمنستان لخوا د ولسي خلکو سیمې په نښه شوې او په ځواب کې یې دوی د ارمنستان په پوځیانو بریدونه کړې دي؛ خو ارمنستان دا ادعا رد کړې ده.

په نګورنو قره‌باغ سیمه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د سپټمبر په ۲۷مه جګړه پیل شوې چې ویل کیږي، سلګونه سرتېري او ملکي وګړي په‌ کې وژل شوي دي.