پښتو ژبه منځتاړي لري او که نه؟ 

د پښتو ژبې د منځتاړو په اړه  د پښتو ژبې ژبپوهان بېلا بېل نظرونه لري، ځینې په دې اند دي،چې په پښتو ژبه کې منځتاړي شته او ځینې بېلګې یې هم ورته وړاندې کړي. یوه ډله ژبپوهان بیا په دې اند دی؛ چې په پښتو ژبه کې منځتاړي نشته دوی هم ځینې دلایل لري. دا چې په پښتو ژبه کې منځتاړي شته او که نه په دې اړه ځینې دلایل موجود دي. 

هغه ډله ژبپوهان چې په دې اند دي، چې په پښتو ژبه کې منځتاړي شته، هغوی منځتاړي په دې ډول تعریفوي: 
منځتاړي هغه نا خپلواک مورفیمونه دي، چې دوه خپلواکو  مورفیمونه سره تړي او یا هم د ریښې په منځ کې لویږي او یوه نوې مانا او جوړښت را منځته کوي. د بېلګې په ډول: کورا کور، بېلا بېل
چې دوی په دې بېلګو کې هغه الف چې د بېلا بېل او کورا کور په منځ کې لویدلی هغه منځتاړی ګڼي. 

زما له نظره دا نظر یو څه د تامل وړ ده، دا تاړی نه شي کېدای او دا د پښتو ژبې یو ځانکړنه ده. 
د فعلونو په برخه کې چې کومې بېلګې راغلي په هغو کې تاړی د فعل د ریښې په منځ کې راغلي او د فعل ریښه یې دوه ځایه کړې ده. 
لکه: پا نه څېد 
کې نه ناست 
لا نه ړه 

په پاڅېد کې (پا )مخګړ یا مختاړی دی او (څېد ) بیا ریښه ده، چې په منځ کې یې د نهی مختاړی (نه)لویدلی او د فعل ریښه یې دوه ځایه کړې ده. په همدې ډول د کې نه ناست او لا نه ړه په وییي کې هم دغه کیسه روانه ده، چې د نهی د مختاړي په واسطه د فعل ریښه دوه ځایه شوې ده. 
دې ته منځتاړی ویل شوي، زه دا منځتاړي نه ګڼم، ځکه دا هغه د نهی مختاړي دي، چې د لهجوي ځانګړنو په واسطه د فعل د ریښې په منځ کې لویدلي او فعل یې په دوه برخو ویشلی. 
په ځینې لهجو کې بیا دا وییونه په دې ډول لیکل کېږي او د نهی تاړی له فعل څخه مخکې او یا وروسته ویل کېږي. لکه: نه پاڅېد او پاڅېد نه چې په دې حالت کې د نه تاړی کله مختاړی ګرځي او کله وروستاړی. 

زما له نظره په پښتو ژبه کې منځتاړي نشته او (نه ) د نهی مختاړی ده، چې د لهجوي ځانګړنو له مخې کله د وییي په سر کې مخګړ، کله منځ کې راځي او کله د وییي په اخر کې راځي. دا چې ( نه) د نهی مختاړی دی، نو باید د فعلونو په منځ کې ونه لیکل شي او د مختاړي په ډول لیکل به یې سم وي. 

                                          اخځونه
۱ـ چمتو، محمد قسیم. (۱۳۹۶). تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه