له تاریخي ژبپوهنې سره د ګړدود پوهنې اړیکې

لهجه یا ګړدود د خبرو کولو کولو ډول، طرز او طریقې ته ویل کېږي؛ چې یو کس څه ډول خبرې کوي او څه ډول باید خبرې وکړي یا د یوې ځانګړې سیمې د اشخاصو له لوري د خبرو کولو ځانګړی ډول دی. 

تاریخي ژبپوهنه بیا هغه علم دی، چې د یوې ژبې تاریخي سیر، تحولات او بدلونونه څېړي، چې د تاریخ په اوږدو کې ژبه له کومو او څه ډول بدلونو سره مخ شوې او په ژبه کې کوم ډول تحولات راغلي د دې موضوعاتو څېړل ټول د تاریخي ژبپوهنې کار دی او د تاریخي ژبپوهنې په واسطه دا مسایل څېړل کېږي. 

ګړدود پوهنه او تاریخي ژبپوهنه هم یو له بل سره اړیکې لري، دا چې د دې دواړو تر منځ اړیکې څه ي او یو له بل سره څه ډول ړیکې لري؛ دا به واضیح کړو. 

د تاریخي ژبپوهنې لیکوال باید د ګړدود په ځانګړنو، بدلونونو، طبقه بندۍ او د ګړدود پوهنې پر تیوري پوه شي؛که  پوه نه شي دا امکان نه لري، چې تاریخي ژبپوهنه ولیکي. ځکه کړدود پوهنه له تاریخي ژبپوهنې سره مستقیمې اړیکې لري او که په تاریخي ژبپوهنه کې د ګړدودونو تحولات ونه څېړل شي، نو د ژبې تحول به مو څه ډول په پوره ډول څېړلی وي، نو د تاریخي ژبپوهنې په لیکلو کې په ګړدود پوهنه پوهېدل اړین دي او د تاریخي ژبپوهنې لیکوال باید په کړدود پوهنه کې پوره معلومات ولري. 

همدا راز له تاریخي ژبپوهنې پرته نه شو کولای، چې د ګړدودنو تاریخی سیر وټاکو،بدلونونه یې شرحه کړو او د ګړدود د منځته راتګ او له منځه تک عوامل وڅېړو. 

نو ویلای شو چې تاریخي ژبپوهنه له ګړدود پوهنې او ګړدود پوهنه له تاریخي ژبپوهنې پرته نیمګړې ده او یو له بل پرته دا دواړه علوم نه څېړل کېږي او دا دواړه یو له بل سره مستقیمې اړیکې لري. 
                                           اخځونه 
۱ـ محبوب، محبوب شاه. (۱۳۹۷). ګړدود پوهنه لکچر نوټ. کابل پوهنتون: د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه