امنیتي سرچینې: طالبانو د لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه نیولې ده



روهي (یوه نۍ/۲۰ د تلې)، امنیتي سرچینې وايي، چې نن د لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه له سختې جګړې وروسته طالبانو نیولې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دا ردوي، چې ګوندې طالبانو د لښکرګاه کنټرول په خپل لاس کې اخیستی، خو مني چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې په ځینو پوستو کې تکتیکي شاتګ کړی دی.

ویل کیږي، چې نن د لښګرګاه د څلورمې امنیتي حوزې پر پوستو د طالبانو لخوا بریدونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ شدیده جګړه رامنځته شوه شوې ده.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201011_164803_586.sdoc-->

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ