دوهمه برخه
دا چې پوستکی د کومو لاملونو په اساس بخار یا سوخت کوي، ځینې لاملونه مو په تېره لیکنه کې وړاندې کړه او ځینې لاملونه یې دا دي:
کهیر یا د پوستکي التهابي کېدل
کهیر هغه التهاب دی، چې د یو ډول کیمیاوي مادې ( هستامین) د ازادیدو په وخت کې په وجود کې لیدل کېږي. د دې کیمیاوي مادې په ازادېدو سره د وینې کوچني رګونه بېرون خواته راوځي، چې له همدې امله د کهیر التهاب له وینې سره یو ځای دی.
کهیر په دوه ډوله ویشل کېږي:
حاد کهیر: دا ډول کهیر د الرژي لرونکو موادو سره د الرژۍ له امله وي. لکه یو ډول خواړه یا درمل چې کوم څوک ورسره حساسیت لري. غیر الرژي لرونکي خواړه هم د یوه پیاوړي محرک په ډول کار کوي. د غیر الرژي لرونکو موادو له ډلې څخه کولای شو چې سړې او یا تودې هوا ته اشاره وکړو. یا هم لمر ته د درید او یا هم ځینې ورزشي حرکتونه هم د دې لامل کېږي، چې وجود مو بخار وکړي.
مزمن کهیر: په دې ډول کهیر کې الرژي لرونکي مواد هېڅ رول نه لري. همدا ډول کهیر د دې لامل کېږي؛ چې د الرژي ازمایښتونه د کهیر د پېژندلو له پاره بې ګټې شي. دا ډول شرایط د میاشتو او کلونو له پاره هم دوام کوي. له نیکه مرغه چې د کهیر ناروغي ساری نه دی، چې نور کسان هم پرې اخته شي. د پوستکي درد او بخار ډېری وخت د د کهیر له پایلو څخه دي.
رواني ستونزې:
افسرده ګي یا ژور خپګان، اضطراب، تشویش او فکر کول هم ډېری وخت د وجود د بخار او سوزش لامل کېږي. ځینې وختونه داسې هم کېږي؛ چې د پوستکي بخار هېڅ فزیکي او بیرونۍ نښه نه ښکاره کوي. چې دا د انسان د ذهني فشار له امله وي، د یو انسان و جود بخار کوي. له حده زیات بخار کېدای شی، چې پوستکي ته زیان ورسوي.
ابله مرغان یا زونا:
د وجودو د بخار له اصلي لاملونو څخه یو هم د ابله مرغان یا زونا ناروغي ده؛ چې موږ یې په عامیانه ژبه کې کوڅوک ګڼو. کومه مقاله چې د ابله مرغان د ناروغۍ په اړه لیکل شوې؛ په کې راغلي چې مخکې له دې نارغۍ څخه ستاسې وجود بخار او درد کوي.
په دې ناروغۍ کې له اوبو ډکې او تیزه رنګه دانې د وجود په ټولو برخو را پورته کېږي، چې ډېر درد او بخار لري. ډېری وخت پر دانو سربېره د ستوني درد، تبه، د اشتها کموالی او د وجود په ټولو برخو کې د درد احساس هم د دې ناروغۍ له امله لیدل کېږي.
دا یوه ویروسي ناروغي ده؛ تر هغې پورې چې پرې اخته کس په پوره ډول جوړ نه شي یا د وجود دانې یې جوړې نه شي؛ بل کس ته هم دا ناروغي انتقالولای شي.
د وجود یا پوستکي د بخار لاملونه دا هم کېدای شي.
ـ الرژي یا حساسیت
ـ د حشرو د چیچلو له امله لکه: ماشي، ورګه او ...
وروستي