د ادبي مکتب او سبک تر منځ توپیر

ځینې کسان د ابي مکتب او سبک توپیر نه شي کولای او دا دواړه یو ګڼي؛ په داسې حال کې چې دا دواړه بېلا بېلې ادبي اصطلاح ګانې دي او بېلې ماناوې لري. 
په دې کې شک نشته چې ادبې مکتب او ادبي سبک په خپل منځ کې ډېرې نږدې اړیکې لري؛ خو یو شی نه دي. دا چې دا دواړه ادبي اصطلاح ګانې په خپل منځ کې څه توپیر سره لري او ټوپیرونه یې څه دي؛ ځینې توپیرونه به یې دلته وړاندې کړو تر څو د دواړو تر منځ توپیر روښانه شي. 

۱ـ ادبي سبک د ادبي مکتب په پرتله ځانګړې دی او یوه محدود شخص یا یوه کس پورې اړه لري؛ خو ادبي مکتب بیا د سبک په پرتله عام او پراخه مانا لري او په یوه شخص پورې نه محدودیږي؛ بلکې د شاعرانو او لیکوالانو په یوې ډلې پورې اړه لري او یوه ډله شاعران او لیکوالان په خپله لمن کې رانغاړي. 

۲ـ سبک په خپلو ذاتي کلیاتو کې یوازې د یوه شخص چې را منځته کوونکی یې دی؛ څېره څرګندوي خو مکتب بیا د یوې ډلې د ادبي اثار د رامنځته کوونکو د ادبي خصوصیاتو او ځانګړنو څرګندویي کوي. 

۳- سبک د مکتب په حدودو او حوزو کې ځان څرګندوي؛ خو ادبي مکتب بیا د څو سبکونو له یو شانته والي او ګډون څخه منځ ته راځي. 

۴ـ سبک د یوې محدودې او ټاکلې تاریخي دورې خصوصیات بیانوي؛ چې مکتب د دې په خلاف د یوې براخې دورې خصوصیات بیانوی. 

د پایلې به توګه دا ویلای شو، چې مکتب عام  او پراخ دی او سبک خاص او محدود دی. هر ادبي مکتب یو لوی او پراخ سبک ګڼل کېدای شی؛ ځکه د څو سبکونو له ګډون څخه جوړ شوي دی. مګر ادبي سبک هېڅکله یو ځانګړی ادبی مکتب نه شی ګنل کېدای. سبک په یوه ځانکړي شخص پورې اړه لري او هر لیکوال او شاعر ځان ته یو ځانګړی سبک لري؛ چې پرهغه لاره یا سبک باندې خپله شاعري او لیکوالي کوي؛ مګر مکتب بیا په یوه شخص پورې اړه نه لري، بلکې په مکتب کې د څو تنو سبکونه سره یو ځای کېږي او یو مکتب جوړوي او یا په یوه مکتب کې په  ځانکړو اصولو سره بېلا بېل سبکونه هم شتون لري. نو په پایله کې دا هم ویلای شو، چې یو مکتب د څو سبکونو له مجموعې څخه جوړیږي؛ نو ځکه څو سبکونو ته مکتب ویلای شو خو یو مکتب بیا یو سبک نه ګڼل کېږي، بلکې د سبکونو مجموعه ورته ویلای شو. 

                                           اخځونه 
۱ـ هاشمي، سید محی الدین. (۱۳۹۴). ادبپوهنه. کابل: میهن خپرندویه ټولنه