د پښتو ژبې نومونه د جوړښت له مخې په درې برخو ویشل کېږي.
۱ـ بسیط یا ساده نومونه:
دا هغه نومونه دي، چې له یوه خپلواک مورفیم څخه رغېدلي وي. یا په بله وینا ویلای شو. چې ساده نومونه هغه نومونه دي، چې له یوي ولۍ څخه رغېدلي وي او کوم تاړ یا نا خپلواک مورفیم ونه لري. لکه:
غر، لاس، لرګی، سړی، ژوند، کور، ګور، کار، جوړ، پښه، مینه، نفرت او ...
۲ـ اشتقاقي نومونه:
دا هغه نومونه دي، چې له یوه خپلوااک او یوه یا څو نا خپلواکو مورفیمونو څخه جوړ شوي وي. یعنې یو خپلواک مورفیم ولري او یو یا څو تاړي ورسره یو ځای شي، چې دا به یا مختاړی وي یا به وروستاړی وي او یا هم کېدای شي ځینې وخت هم مختاړی او هم وروستاړی د یوه اشتقاقي یا جوړښتي نوم په جوړیدو کې راشي او دا نوم د ګرامري چلند له مخې یوه نوې مانا څرګنده کړي. لکه: روغتون، پوهنتون، سیګارتون، لیکوال، لیکوالي، ناجوړ او ...
۳ـ ترکیبي نومونه:
دا بیا هغه نومونه دي، چې د دوو یا څو خپلواکو مورفیمونو له یو ځای کېدو څخه منځته راغلی وي. یا د دوو نومونو له یو ځای کېدو څخه یو نوی نوم جوړ شي او یوه نوې مانا څرګنده کړي. لکه:
کابل پوهنتون، عاینو مېنه، احدشاه بابا، میرویس نیکه، ادب پوهنځی، شاه غازي امان الله او ...
اخځونه
۱ـ خویشکی، محمد صابر. ( ۱۳۹۴) پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه. جلال اباد: خیځ خپرندویه ټولنه
۲ـ محبوب، محبوب شاه. (۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه
لیکواله: شبانه پوبلزۍ
وروستي