روهي (يوه نۍ/۲۰ د تلې)، په دې وروستيو څو کالونو کې کابل ښار کې د ژمي په را رسېدو سره هر کال جنايي پېښې ډېريږي. د وسله والو غلو له خوا د ښاريانو له وژل کېدو نېولي بيا تر ټپي کېدو، موبايلونو، کمپيوټرونو، مهمو سندونو او پيسو غلاوې کيږي.
يوازې ژمی نه دی چې کابل ښار کې جنايي پېښې په کې کيږي، د کال په هر موسم کې کابل او ځيني نور ښارونه د جنايي پېښو شاهد وي. ژمي کې د بې کارۍ لوړېدل، د وسلو د لېږد لپاره د ژمني لباسونو اغوستل او د شپو وړېدل هغه لاملونه دي چې د کال د نورو موسونو په پرتله ژمي کې جنايي پېښې ډېريږي.
پر ټولنيزو شبکو د وروستيو ناامنيو په غبرګون کې خلکو غږ پورته کړی او نيوکه کوي چې پلازمېنه کابل کې يوازې ارګ په امن کې دی خو د ارګ د ديوالونو تر شا هم وسله وال غله ازاد ګرځي.
کابل پوليس هم د جنايي پېښو د زياتوالي وايي خو په ورته وخت کې زياتوي چې پوليس وضعيت درک کوي او کړنې يې ګړندۍ او جدي کړي دي.
د کابل امنيه قومندان وياند فردوس فرامرز رسنيو ته ويلي دي، "د امنیت په اړه د کابل د خلکو اندېښنه پولیسو ته د درک وړ او محسوسه ده، د کابل امنیتي ډله د وضعیت د بدلون لپاره شپه او ورځ هڅه کوي، تېرو ۷۲ ساعتونو کې د کابل ښار او ولسوالیو کې څه باندې ۲۰ تنه د جنایي پېښو په تړاو نیول شوي دي."
د يادونې ده چې نېږدې هره ورځ کابل ښار له يوې نېولې بيا تر څو جنايي پېښو شاهد وي چې د خلکو ژوند يې ور تريخ کړی دی.
وروستي