تایلنډ کې ترافیکي پېښې ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي(یوه نۍ/۲۰ د تلې)، چارواکي وايي، چې په تایلنډ کې د یوه بس او رېل ګاډي د ټکر په پایله کې ۱۷ کسان وژل شوې او ۳۰ نور ټپیان دي.

په پلازمېنه بنکاک کې چارواکو ویلې، پېښه چې نن په چاچوینګساو (Chachoengsao) ولایت کې شوې چې په بس کې له ټولو سپارو ۶۰ کسانو یې ۱۷ مړه او ۳۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

چارواکي زیاتوي، چې په بس کې سپاره کسان د بنکاک په جنوب کې د بودایانو یوې مذهبي مېلې ته تلل، چې موټر یې د رېل ګاډي سره ټکر شوی.