د جرمني د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته خوځېدلی

 
د جرمني د بهرنيو چارو وزير (ګېدو ويسترولې) پاکستان ته د دې لپاره خوځېدلی ، چې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان او سيمې د امنيت او ثبات په اړه خبرې وکړي . ټاکل شوې چې ويسترولې به نن په پاکستان کې له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني ، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او لوی درستيز جنرال پروېز اشفاق کياني سره وګوري.