د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر المازبیک اتمبایف نیولی دی

روهي (یوه نۍ/ ۲۰ د تلې)، له هغه وروسته چې په قرغزستان کې د پارلماني ټاکنو وروسته ګڼ اعتراضونه راپورته شول پرون ددې هېواد د دولتي امنیت کمیټې نن د اتمبایف د نیولو خبر ورکړ.

په دې هېواد کې دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې  لا هم د قرغزستان د پارلماني انتخاباتو په تړاو لانجې دوام لري او د قرغزستان د پارلمان غړي د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د بحث لپاره راټول شوي دي.

په قرغزستان کې د وروستیو ټاکنو په اړه ادعا کیږي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او خلکو له همدې وجې په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړی دی، د ولسمشر سورون بای جین بیکوف لخوا بېړنی حالت اعلان شوی خو لا هم د قرغزستان پلازمېنه بشکېک د لانجو د ډېرېدو شاهده ده.