طالبان: هیله لري څو ټرمپ په ټاکنو کې بریا خپله کړي

روهي ( یوه نۍ/ ۲۰ د تلې)، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې طالبانو هیله څرګنده کړې ده، څو ټرمپ ټاکنې وګټي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې ویلې، دوی په تمه دي ترڅو د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشر ټرمپ بریا خپله کړې.
 
د طالبانو ویاند زیاته کړې دوی ولسمشر ټرمپ ته له کرونا د ژر ښه کیدو هیله کوي او په ټاکنو کې ورته بریا غواړي ترڅو له افغانستان د خپلو د سرتېرو د وتو په ژمنه کار وکړي. 

د طالبانو وروستیو څرګندونو په اشارې د ټرمپ ټاکنیز ټیم ویاند، ټیم مکرتاګ ویلي، ولسمشر ټرمپ به تل هڅه وکړي چې د امریکا ګټې خوندي کړي، ویل کیږي یو بل طالب چارواکي هم د امریکا په ټاکنو د ټرمپ د بریا هیله څرګنده کړې وه.