په کابل  تورې وریځې

په ټول کابل باندې تورې وریځې خپرې دي. په دې ښار کې  توره تیاره ده. کابلیان په ویره او ډار کې ژوند کوي دلته د دوي ژوند ، ناموس او شتمني د ګواښ سره مخامخ دي.
 
په  کابل باندې د غلو او جنایتکارانو غدۍ واک چلوي ددې غدیو د لاسه  په کابل کې  د خلکو ژوند ، ناموس او  شتمني خوندي نه دي.
 
د کابل هر ښاري اوس د ۵۰۰ څخه زیاتې روپۍ په جیب کې نشي ساتلای ، که  د دې مقدار څخه زیاتې وې د وسله والو غلو له خوا د هغه ژوند د ګواښ سره مخامخ کیږي.
 
 همدارنګه ساده سمارټ مبایل تلیفونونه د هر سړي د ژوند د لاسه ورکولو سبب کیږي دا ځکه چې وسله والو غلو دا ډول مبایلونو باندې تر اوسه په زرګونو کسان په شهادت رسولي دي.
 
د هر ډول شخصي موټر درلودل یو بله ستونزه ده چې جنایتکاره بانډونه د هغې چلونکی تر نښې لاندې نیسي او د موټر چلونکي وژني دا ډول پیښې هره ورځ په سلګونو د کابل په ښار کې تکرار کیږي.
 
د خلکو کورونه هم د جنایتکارو بانډونو د بریدونو څخه خوندي ندي. وسله والې ډلې د خلکو کورونو ته په هر وخت کې ننوزي. دوی کله وار یوازې قیمتي ګاڼې او نقدې روپي اخلي او کله وار په بشپړه توګه د غلو له خوا د کور د  اوسیدونکو کډه بار کیږي.
 
تر ټولو بده خبره دا ده چې کله وار دا غله د خلکو په ناموسونو هم تیری کوي او هم یې وژني او هم یې کور لوټوي خو څوک نشته چې د دا ډول مظلومانو غږ واوري.
 
په دې ډول د کابل په ښار کې هدفي وژنې تر پخوا څو واره زیاتې شوي دي. د کابل په ښار کې هره ورځ په لسګونو کسان د موټر سایکل سپرو له خوا او یا د موټرونو کې د سپرو له خوا ویشتل کیږي او وژل کیږي. اکثریت وژل شوي کسان بیګناه دي  خو په ښار کې د ویرې د خپرولو د پروګرام قرباني کیږي.
 
همدارنګه د بمونو چاودنې او بریدونه هغه څه دي چې تر اوسه یې په کابل کې د زروګونو کسانو ژوند اخیستي دی. او دا پیښې هره ورځ په کابل کې رامنځته کیږي.  د دولتي ادارو او تاسیساتو په څنګ کې اوسیدونکي ، د موسسو او ادارو کارکونکو د ژوند هره شیبه په ویره او ډار کې تیریږي.
 
اختطافونه او تښتونې هغه بله ناوړه پدیده ده چې د کابل ښاریان ورسره مخامخ دي. باید ووایو چې په تیرو نږدې اتلسو کلونو کې د کابل ښاریان د اختطافونو او تښتونو څخه ډیر په تنګ راغلي دي.
 
د دې اختطاف کونکو له امله په زرګونو د هیواد سوداګرو او صنعت کارانو وطن پریښې دی او خپلې پانګې یې بهر ته لیږدولي دي اوس مهال په هیواد کې داخلي او بهرني پانګونکي دا زړه نشي کولي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
 
همدارنګه په کابل کې څوک چې منځني سویه ژوند لري او یا کارو بار لري هغوی هم ددې جنایتکارو بانډونو څخه خوندي ندي هره ورځ ډاکټران ، انجینران او مسلکي کسان د غلو او جنایتکارانو له خوا تښتول کیږي.
 
د شتمنو کورنیو  غړي او ماشومان هم ددې جنایتکارانو  څخه خوندي ندي دوی چې کار ته ځي  او یا ښوونځي ته ، تر هغه چې کورونو ته ستنیږي د کورنیو غړي ورته تشویش کوي.
 
د ۲۰۰۲ څخه تر ننه  په زرګونو ماشومان د جنایتکارو بانډونو له خوا تښتول شوي چې زیاتره یې د دې بانډونو له خوا وژل شوي او ډیر کم یې جنایتکارو بانډونو ته د روپیو په ورکولو سره خوشي شوي دی.
 
په دې ډول جنایتکاره بانډونه هڅه کوي چې د خپلو ساتیریو د پاره د کابل څخه ښایسته نجونې او ښځې وتښتوي دا بیګناه ښځې د څو ورځو د پاره د ځانه سره ساتي او بیا یې وژني او مړي یې د ښار په مختلفو برخو کې اچوي.
 
همدارنګه جنایتکاره بانډونه د خلکو د شتمنیو او جایدادونو د غصب د پاره د ټوپک  او دولتي قدرت څخه استفاده کوي تر اوسه په زرګونو کورونه د جنایتکارو بانډونو له خوا اشغال شوي دي چې په هغه کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو کورونه او جایدادونه هم شامل دي.
 
د کابل زیاتره ښاریان او د جایدادونو خاوندان په دې ډاریږي چې د جنایتکارو بانډونو له خوا د دوی شتمنیو ته زیان ونه رسیږي.
 
که دې یوې خوا د کابل په ښار د ویرې او ډار سیورۍ خپور دی او د بلې خوا د کابل اکثریت ښاریان د وزګارتیا څخه کړیږي. په کابل کې زیاتره تولیدي موسسات او خدمتي ادارو د جنایتکارو بانډونو د شتون څخه خپلې دروازې تړلي دي او د هغو مزدوران اوس بیکاره ګرځي.
په ښار کې د خلکو ذهنیتونه چاودنو ، بریدونو او د زغره والو ګاډو د غوږونو سوری کونکو غږونو له ګډوډ شوي دي.
 
په کابل کې د ویرې د خپرولو بل مهم علت ، د زغره والو ګاډو د کاروانونو  تګ او راتګ دی تقریبا په هر چارواکي پسې لس زغروال ګاډي په درنو وسلو سمبالو کسانو سره حرکت کوي.  دوی هیڅ ډول نظم نه مراعات کوي او د خلکو خواته خپلې درندې وسلې نښه نیسي.
 
د دې زغره والو کاروانونو شته والی واقعا دا په ډاګه کوي چې کابل نا امنه دی. د اولسمشر څخه نیولي تر وزیره ، وکیله ، کوماندان او زورواکانو په ګډون ټول داسې کاروانونو سره د ښار یوې خوا او بلې خوا ته حرکت کوی.
 
اوس د کابل ښار د پوډریانو په ښار باندې اوښتی دی دا ښار د نشه یی توکو په بازار اوښتی دی او د کابل په هر برخه کې په سلګونو پوډریان وجود لري. دا پوډریان ورځ په ورځ زیاتیږي.
 
پوډریان هم د کابل د ښار په نا ارامی کې برخه لري دوی غلاوې ، قتلونه او جنایتونه کوي.
 
په کابل کې تر ټولو  ویرونکی صحنه سمټي دیوالونه دي چې د هر چارواکي او زورواکي په کور باندې راتاو دي او دې جنایتکارانو په ډیره بیشرمۍ سره د خلکو په مخ ډیرې کوڅې بندې کړي او خلک یې د ستونزو سره مخامخ کړي دي همدارنګه ددې زورواکانو او چارواکانو باډي ګارډان هم د خلکو د ارام ژوند په ګډوډ کولو ستره برخه لري.  دوی غلاوې کوي ، تښتونې  کوي، جنسي تیري کوي او قتلونه تر سره کوي.
 
د بلې خوا د  کابل فاسده اداره د ښاریانو د پاره بله د سر دړد ده دا اداره ددې په ځای چې د خلکو ستونزې اوارې کړي، دا اداره ددې توان نلري د کابلیانو ستونزې اوارې کړي.
 
د کابلیانو غبرګون:
 کابلیانو  تل خپل غږ پورته کړی دی او د فاسدو جنایتکارو کړیو څخه یی په رسنیو کې شکایتونه کړي دي او هم یی د کابل بیکاره چارواکو ته خپل غږونه  رسولي دي. مګر چارواکي  د خلکو شکایتونو او مشکلاتو ته کوم اهمیت نه ورکوي دوی یوازې  په لوټماریو او عیاشیو لګیا دي او د موټریزو  زغره والو کاروانو په  حرکتونو سره خپله دبدبه ، جاه او جلال نورو ته په ډاګه  کوي.
 
د دوی څخه هر یوه په اونۍ یو یا څو ځله دوبۍ ، تاجکستان او نورو هیوادونو ته د عیاشیو د پاره ځی او هم غلا شوي روپۍ د نوموړو هیوادونو بانکونو ته  لیږدوي.
 
په دې ډول د دوی څخه یو شمیر د خلکو جایدادونو غصب کوي او په هغه کې لوړ پوړي ودانۍ جوړوی دوی تقریبا د ټولو هندوانو او سیکانو جایدادونه غصب کړي دي.
 
اوس د کابل ښاریان د واکمنو چارواکو او اکثریت پارلمان غړو او زورواکانو څخه  کرکه کوي. او د دوی څخه شکایت کوي.
 
بیکاره اداره او چارواکي:
اوس د افغانستان خلکو ته ثابته شوي ده چې د کابل اداره ددې جوګه نده چې د افغانستان د خلکو کورنۍ او بهرنۍ امنیت خوندي کړي او هم وکولی شي د ټولنې نظم او ثبات خوندي کړي دا ځکه چې:
 

  • د کابل اداره د مختلفو مافیاو ( د نشه یی  توکو ، ځمکو د غصب ، د وسلو د کاروبار ، د قیمتي ډبرو ، تیل او ګاز ، انساني قاچاق ، کانونو ....) تشکیل شوي ده. چې هره مافیا هڅه کوي د دولتي قدرت له لارې خپل کاروبار او ګټې خوندي کړي. د کابل ادارې په لوړو پوړو چاوراکو کې به داسې وګړی وجود ونلري چې د پورتنیو مافیاو سره مستقیم او یا غیر مستقیم اړیکي ونلري. تقریبا ټولې دولتي لوړ پوري څوکۍ د نوموړو مافیاو تر منځ ویشل کیږي او په دې ډول د هیواد د خلکو وینې څښي او د افغانستان شتمنۍ لوټوي.
  • د کابل ادارې ټول کلیدي چارواکي او مسوولین د وړتیا ، وطن او خلکو سره د صداقت له مخې نه ټاکل کیږي. بلکې دا چارواکي د اړوندو مافیاو او کړیو له خوا معرفي او مقرریږي. دا کسان یوازې د خپلو جیبونو او ګټو په فکر کې وي او  هم هڅه کوي چې اړونده کړۍ د ځانه خوشاله وساتي. د دوی له پاره هیواد او خلک کوم اهمیت نلري او داسې څوک نه پیدا کیږي چې داسې بیکاره او فاسد کسان له دندو لیرې کړي که یو فاسد لرې کړل شي د هغه ځای بل فاسد وګړی نیسي.
  • د قانون نه تطبیق ، باید ووایو چې پورتنی کړی د خپلو ګټو د خوندي کولو د پاره د هیواد مروجه قوانین نه مراعات کوي او هڅه کوي چې د اړوندې کړی او ډلې غړي د قانون له تطبیق څخه وژغوري.
  • زیاتره بانډونه په دولت کې د لوړ پوړو چارواکو سره اړیکي لري  او د هغوی له خوا حمایه کیږي. لوړ پوړي چارواکي او زور واکان ددې بانډونو څخه د ځان د دفاع او د خلکو د ځپلو د پاره کار اخلي.
  • د دولتي ارګانونو څخه د وطندوستو کسانو تصفیه یوه بله مهمه پدیده ده اوس مهال تقریبا ټولو وطندوست او مسلکي کسان په دولت کې د کاره ګوښه شوي او نویو وطندوستو کسانو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي.
  • بهرنی لاس وهنې ، ډیر داسې ښکاره شوي چې په زیاترو نا امنیو کې بهرنې مزدورې کړۍ لاس لري دوی دې ته لمن وهي چې د کابل په ښاریانو رڼا ورځ توره شپه کړي. دا بهرنی کړۍ د دولت لوړ پوړو چارواکو سره هم پټې اړیکي ساتي او یو بل حمایه کوي.
  • او داسې نور
  •  
    د خلکو د روحیې د ماتولو پالیسي :
    په کابل او ولایتونو کې ورځ په ورځ امنیت او  ثبات له منځه ځي او په خلکو باندې رڼا ورځ توره شپه کیږي. خو پوښتنه دا ده چې ولې دا کړۍ اوس زیاتې فعالې شوي دي چې په کابل ښاریانو باندې رڼا ورځ توره شپه کړي؟
     
  • دا کړۍ غواړي چې د کابل ښاریان ، چې د هیواد د نورو سیمو څخه زیات تحصیل کړي او په حالاتو پوه دي دا موقع پیدا نکړي چې د فاسدو کړیو په ضد غږ پورته کړي او یا لارو او کوڅو ته راووځي.
  • دا کړۍ د ګاونډیو هیوادونو په اشارې سره هڅه کوي چې په هیواد کې د انقلابي بدلونو مخه ونیسي.
  • دا کړۍ له دې لارې غواړي خپل شتون ته ګواښ له منځه یوسي.
  • د خلکو  پام د اصلي ستونزو څخه بلې خواته واړول شي.
  •  
    په دې کې شک نشته په کابل کې دا ډول حالت رامنځته کیدل کوم ناڅاپی عمل ندي بلکې دا یوه پلان شوي موضوع ده . خو پوښتنه داده چې ددې کړیو مشران دا توان لري چې دا ډول ستراتیژي ترتیب کړي  نو ددې عمل د پاره د رواني جګړې مسلکی کسان د نوموړو کړیو سره وجود لري او دا سلاکاران دا مسوولیت لري چې ددې کړیو د ژوند د اوږدوالي او حاکمیت د ټینګښت د پاره پالیسي او ستراتیژي ترتیب کړي.
     
    دا پلان اوس تر لاس لاندې دي چې د کابل ښاریان نا ارام کړل شي. تر څو دا خلک ونه کولي شي د هیواد مهمو موضوعاتو (لکه د قطر خبرې) ته پاملرنه وکړي. اوس خلک د قطر او یا د پنجاپ د مداخلو په غم کې ندي بلکې یوازې د خپلو سرونو د خوندي کولو په قصه کې دي.
     
    اوس په قطر کې د افغانستان په برخلیک باندې خبرې کيږي خو د کابل  له خوا داسې پلاوی لیږل شوی دی چې د پورتنیو مافیاو غړي په کې موجود او یوازې هڅه کوي چې په راتلونکي کې د دوی ګټې خوندي شي. په دې پلاوي کې داسې کس نه شته چې واقعا د افغانستان او خلکو ته د پاره رښتیني وي.
     
    د کابل ښاریانو د پاره اوس د قطر خبرې کوم اهمیت نلري بلکې دا اهمیت لري چې څنګه شپه په ارامه تیره کړي او یا د ښاره د یوې برخې څخه بلې برخې ته څنګه په امن کې ولاړ شي؟
     
    راتلونکی توپان:
    د کابل ښاریان اوس دا فکر کوي چې دا تورې وریځې د راتلونکي ستر توپان زیری ورکوي د دوی په ګومان په کابل کې به نظم  او امنیت په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي او ډیر امکان دی چې د پخوا په شان په کابل کې جګړې پیل شي.
     
    نو ځکه زیات شمیر کسان د کابل څخه د تیښتې په حال کې دي . دوی هڅه کوي چې د ایران له لارې اروپا او د نړۍ نورو سیمو ته وتښتي. د دوی څخه ډیر شمیر کسان په ایران او ترکیه کې وژل کیږي  او یا د سمندر د کبانو خوراک کیږي.
     
    د کابل د ورانیدو خوبونه خو اوس پنجاب او د هغه جوړې شوي ډلې له خوا لیدل کیږي. هم دارنګه د ایران مزدوران په دې خیال کې دي چې کابل کې بر لاسي شي.
     
    ځینې کسان د کابل نا امني د قطر خبرو سره تړي دوی فکر کوي حالات دا ډول په قصدي توګه خراب کیږي تر څو خلک په خوشالی سره د قطر د خبرو د پایلو هر کلي وکړي.
     
    ډیر خلک په دې فکر کې دی چې دا تورې وریځې د یوې کرغیړنې راتلونکي خبر ورکوي . دوی وایی چې په دې پسې به بله کورنی جګړه به پیل او د پخوا په شان څو مرکزونه رامنځته شي او د یو او بل په ضد به جګړې مخته بیايی. خلک وايی چې پخوا په کابل کې په داخلي جګړو کې نږدې پنځه اویا زره خلک ووژل شول او په راتلونکي جګړه کې نیږدې درې میلیونه د کابل ښاریان به په داخلي جګړو کې ووژل شي.
     
    اولسمشر او راتلونکي ناورین :
     دا چې ایا د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غنی به وکولی شي دا حالت کنترول کړي؟
     
     ډیر خلک شک کوي  . دوی په تیرو کلونو کې ولیدل چې د افغانستان اولسمشر محمد اشرف غني په تیرو کلونو کې نوي سلنه بی کفایته او بیکاره کسان په لوړو او کلیدي څوکیو باندې ګومارلي دي . هغه  په دې هکله په خپلو ژمنو ونه درید .  دهیواد برخلیک یې د لیوانو او لوټمارانو په لاس کې ورکړ. ددوي څخه زیات یې په مختلفو جرمونو او جنایتونو تورن دي.
     
    دا ځکه:
  • د خلکو په ګومان د اولسمشر شاوخوا داسې کسان وجود نلري چې تر ټولو ورته زیات وطن او خلک مهم وي.
  • د خلکو په باور اولسمشر دې دا ډول کړیو له خوا کلابند شوی دی او دوی نه پریږدي چې په هیواد کې د روانو حالاتو څخه خبر شي.
  • خلک وايی چې هغه هیڅکله قانون په زورواکو او جنایتکارو کړیو باندې  تطبیق نه کړ او نه یې د عدالت د ټینګښت د پاره د هیواد مروجه قوانین عملي کړل.
  • په تیرو نږدې شلو کلونو کې اولسمشرانو یوازې امتیازات او واکونه د فاسدو او جنایتکارو کړیو تر منځ وویشل او دوی یې د ځانه خوشاله وساتل
  •  
    بیا هم  اوبه تر ورخه تیرې ندي . اولسمشر  کولی شي د یوه صادق او زیار ایستونکي ټیم په مرسته دا حالات کابو کړي. د کابل او افغانستان خلکو ته د اوسني ناورین او راتلونکو ناخوالو څخه نجات ورکړي.  هغه ته اړینه ده:
    • لومړی د دفاعی او امنیتي ځواکونو په څوکیو هیواد ته ژمن ، وطندوست او مسلکي کسان وګوماري.
    • ارګ او حکومت د فاسدو ، لوټمارو ، غوړه مالو او بد اخلاقو کسانو څخه پاک کړي.
    • په  ټول حکومت خپل کنترول ټینګ کړي او د ادارې دوهم سټړینګ چې د سولې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله سره دی له منځه یوسي .
    • اساسي قوانین او مروجه قوانین په هیواد کې تطبیق کړي.
    • جنایتکارانو او مجرمینو ته تر ټولو سخته جزا ورکړل شي.
    • په بهر پورې تړلي جنایتکار بانډونه  وځپل شي
    • د قوانینو په تطبیق کې د خلکو همکاري جلب کړل شي
    • خلک په دې ډاډه شي چې دا حکومت د هغوی د امنیت او ودانۍ د پاره کار کوي.
    مګر داسې بریښي چې اولسمشر به پورتني کارونه تر سره نکړي بلکې زیار به وباسي چې د خپل حاکمیت موده پوره کړي. همدارنګه موجوده زورواکان او فاسدې کړۍ ترې خوشاله پاتې شي.
     
    خلک څه کولی شي؟
    د افغانستان خلک اړ دی چې د موجوده ستونزو په وړاندې مبارزه وکړي. خو شرایط یو څه پیچلي دي. په هیواد کې سیاسي وطندوست ګوندونه وجود نلري تر څو خلک د روڼ راتلونکي خواته رهبري کړي.
     
    دلته ډیر شمیر سیاسي – پوځي کړۍ وجود لري چې د هغوی موخې ملي ګټې نه دي بلکې دوی یوازې د فاسدو کړیو او اشخاصو ګټې خوندي کوي.
     
    واکمنې کړۍ هڅه کوي چې د خلکو غږ په ډیره بیرحمانه توګه وځپی او هم زیار باسي هغه کسان چې د خلکو ملاتړ ورسره دی ترور کړي. داسې په سلګونو مثالونه وجود لري.
     
    په افغانستان کې د فاسدو او جنایتکارو کړیو دیکتاتوري نظام واکمن دی دې نظام ته تش په نامه دموکراسي ویل کیږي بلکې دلته دموکراسي وجود نلري.
     
    په دې نظام کې هر ډول مترقي اولسی حرکتونه په مختلفو نومونو سره ځپل کیږي. په دې حرکتونو باندې تر ډیره بریده  مختلفې ټاپې وهل کیږي دا ټاپې د دوی د پاره د پخوا څخه د پنجاپ او تهران له خوا جوړې شوي دي.
     
    خو بیا هم د سیاست ډګر کې بری یوازې د خلکو له خوا رامنځته کیږي.
  • د فاسدو ، زورواکو کړیو په ضد پراخ ولسي لاریونونو راوتل
  • د جنایتکارانو تورمخو  څیرو بربنډول
  • د قانون په چوکاټ کې ، جنایتکارانو په ضد جدي ګامونو پورته  کول
  • د یوه پراخ سوله ایز مارش  په توګه راوتل او د ریښتیني دموکراسی رامنځته  کول
  • په خپلو کوڅو او سیمو کې د خلکو له خوا د امنیتي ګزمو کول
  • د مشکوکو کسانو نیول
  • او داسې نور
  •  
    انقلابي غورځنګ:
    په افغانستان کې یو ملي،  ازادي بښونکی ، دموکراتیک ، انقلابي غورځنګ ته اړتیا ده چې ددې خلکو رهبري په غاړه واخلي. دا غورځنګ په خپله به د خلکو له منځه پیل او ټول هیواد به تر پوښښ لاندې ونیسي.
     
    ملي ،  ازادي بښونکی ، دموکراتیک ، انقلابي غورځنګ کولی شي افغانستان او خلکو ته نجات ورکړي او د فاسدو جنایتکارو بانډونو ټغر ورټول کړی او هم د ټول افغانستان  (د ډیوریند د منحوسې کرښې ها خوا  د محکوم افغانستان په ګډون) ازادی تامین ، سوله ، امنیت تامین او هیواد د پرمختګ خواته بوزي.