القاعده ځواکونو 9 يمني سرتېري ووژل

 
پرون القاعده ځواکونو ديمن په سويلي ولايت (ابين) کې د پوځيانو پر يوه موټر چې په لودر ښارکې يې يوه پوځي مرکز ته اوبه وړلې بريد وکړ او 9 تنه يمني سرتېري يې ووژل . په دغه بريد کې همدارنګه درې سرتېري ټپيان شوي دي. تېر کال په دغه ښار کې د القاعده پر وړاندې څو عمليات ترسره شوي . په وروستيو وختو کې القاعده په يمن کې زور اخيستې او تر هغې وروسته چې القاعده له يمن څخه لندن او امريکې ته د بمونو دوې پوستې واستولې ، يمن ته له امنيتي پلوه د لوېديځ پاملرنه زياته شوی ده.