د پاکستان حکومت د ټېک ټاک ټولنيزې شبکې فعاليت بند کړ

روهي (نۍ/۱۹ د تلې)، د پاکستان حکومت د ټېک ټاک په نوم د ټولنيزې بکې فعاليت بند کړی دی. د پاکستان حکومت ويلي دي چې ټېک ټاک ته یې د غیر اخلاقي وېډيوګانو د بندېدو خبرداری ورکړی وو خو ټېک ټاک پرې بریالی نه شو. 

د پاکستان د مخابراتو ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د ټولنې له بېلا بېلو برخو څخه په ټېک ټاک کې د غیر اخلاقي ویدیوګانو د خپرولو په ضد له شکایتونه وروسته د پاکستان د مخابراتو ادارې د دغې شبکې د تړلو لارښوونه کړې ده."

 ټېک ټاک د يو چينايي شرکت ټولنيزه شبکه ده چې لنډې تفریحي وېډيوګانې په کې پورته کيږی. د ټېک ټاک د وېډيوګانو ځيني یې لوڅې صحنې او محتوا لري.