قانون پوهان: دوه میاشتې وروسته د نوماند وزیرانو دندې بې قانونه دي

روهي (نۍ/ ۱۹ د تلې)، ولسي جرګه وايي، حکومت میاشتې وړاندې د وزارتونو لپاره نوماند وزیران اعلان کړې خو لا هم د باور رای اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوې؛ چې حکومت په دې توګه په لوی لاس فساد ته زمینه برابروي.

د ولسي جرګې ځیني غړي نیوکه کوي چې د حکومت په تېره دوره کې هم سرپرستۍ د حکومت چارې ټکنۍ کړې وې او پراخ فساد ته یې لار هواره کړې وه، د دوی په وینا چې حکومت دې ژر تر ژره سرپرست وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي ترڅو نور د سرپرستۍ مخه ونیول شي.

په همدې حال قانونپوهان وایي، نوماندان یا سرپرست وزیران قانوناً یوازې دوه میاشتې د سرپرستۍ حق لري او له هغې وروسته یې چارې د قانون خلاف دي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د خپلې بریا په لومړیو ورځو کې ویلې و، چې په یوه اونۍ کې به د ټولو وزراتو لپاره وزیران وټاکي خو له میاشتو ځنډ وروسته هم دا چاره نه ده بشپړه شوې، چې دې کار په حکومت د ننه کې د هېوادوالو اندېښنې را پورته کړې دي.