پکتیا ولایتي شورا: طالبان ددې ولایت په دولتي اداراتو کې ګمارنې کوي

روهي (نۍ/ ۱۹ د تلې)، پکتیا کې د ولسوالیو په سطحه ډیری دولتي ادارو کې ګمارنې د طالبانو لخوا کیږي، ددې ولایت ولایتي شورا مني چې په ولسوالیو کې د معارف او روغتیا په برخه کې طالبان کسان ټاکي او بیا یې په دندو ګماري.

د وکیلانو په وینا چې طالبانو دې برخې ته ځانګړی کمېسیون لري او هېڅوک نه شي کولی څو بغېر د دوی لخوا د ټاکل شویو کمېسیونونو بغېر په خپل سر په اداراتو کې کسان دندو ته معرفي کړي.

په دولتي ادارو کې د طالبانو لخوا د کسان ګمارل د پکتیا اوسیدونکي هم مني، د دوی په خبره دا چاره ان کالونه پخوا روانه وه.

خو د ولایتي شورا د یادې ادعا په تړاو د پکتیا والي محمد حلیم فدايي دا نه مني چې په دې ولایت کې دې د طالبانو لخوا په دولتي ادارو کې کسان ګمارل شوې وي، نوموړي په دې برخه کې د شواهدو غوښتنه کړې ده.