قطر کې رسمي ناستې ځنډیدلې خو حکومت وايي، غېر رسمي ناستې دوام لري

روهي ( نۍ/ ۱۹ د تلې )، له نږدې تېرې یوې میاشتې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، خو ویل کیږي چې یوه اونۍ د دواړو خواو ترمنځ د کړنلارې پر سر ناستې ځنډیدلې دي.

په قطر کې د خبرو پرمهال دواړه خواوې د اختلافي مواردو پر سر د هوکړې وايي، خو ویل کیږي، چې کړنلاره کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه هم یوه جنجالي مسله پاتې ده؛ چې د خبرو د پېل مخه یې نیولې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم مني چې د تماس ډلو غونډې ځنډېدلي خو په وینا یې، دواړو اړخونو خپلو غېر رسمي ناستو ته دوام ورکړی دی، او په خبره یې چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هم خپلمنځي ناستې کوي او مقابل لوري ته یې ځینې وړاندیزونه سپارلي دي. 

بلخوا پرون د افغان مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي په يو ټوېټ پیغام کې ویلې، هیڅوک نشي کولی چې د سولې لپاره د ولس د غوښتنو پر وړاندې خنډ شي، نوموړي ویلې، چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره ژمن دي او هيله یې ښودلې چې د سولې خبرې د خلکو له غوښتنو سره سم مطلوبې پایلې ولري.