د خولې د بد بوی لاملونه څه دي او څه ډول یې درملنه کولای شو؟ 

د ځینې کسانو له خولې ډېر بد بوی ځي، چې د خبر و کولو په وخت کې یې د خولې د بد بوی له امله  مقابل لوری په تکلیفېږي؛ چې دا د دې لامل کېږي، چې له هغه کس سره څوک خبرو کولو ته زړه ښه نه کړي. یا څوک نه غواړي، چې له داسې شخص سره خبرې وکړي. د دې له له پاره اړینه ده، چې د خپلې خولې ساتنه په سم ډول وکړو او د خبرو کولو په وخت کې څوک په تکلیف نه کړو. دا چې خوله مو ولې بد بوی کوي او څه ډول کولای شو د دې بد بوی درملنه وکړو لاملونه او حلارې یې ولولئ: 

په غاښونو کې د پاتې شوي، خواړه  ځینې وختونه د دې لامل کېږي، چې خوله بد بوی وکړي او یا هم د غاښونو ماتول او رژیدل هم د دې لامل کېږي؛ چې خوله مو بد بوی وکړي. هغه کسان چې په لثه ناورغۍ (د غاښونو بېخ او د وریو ) له خرابولي سره مخ وي د هغوی خوله هم بد بوی کوي. 

په دې خاطر ځینې څېړونکي دا نظر وړاندې کوي، چې هر سړی چې له دې ستونزو سره مخ وي باید په کال کې یو وار خپله ماعینات وکړي او د دې بد بوی لامل پیدا کړي. 
د خولې بد بوی ځینې نور لاملونه هم لري چې ځینې یې دا دي: 
ـ د تنباکو او نسورو کارول
ـ د خولې وچوالی
ـ د کم کاربوهیدریتی خوړولو کارول
ـ د ځینې درملو کارونه لکه: د زړه د ناروغۍ درمل، د درد د ارامولو درمل لکه فنوتیازین او د ویټامین لرونکو درملو کارول د دې لامل کېږي، چې ستاسې خوله بد بوی وکړي. 
ـ د ستوني مکروبي او التهابي کېدل 
ـ د معدې د رفلاکس ناروغي
ـ د شکر ناروغي
ـ  د کولمو د التهابې کېدو یا بندیدو ناروغي
ـ د تنفسي سیتم التهابي کېدل
 د دې نارغۍ درملنه 
د خولې د بد بوی د درملنې له پاره غوره لار همدا ده، چې غاښونه پاک وساتل شي؛ غاښونه د باکتریا ضد موادو او کریمونو په واسطه ومینځل شي، د کریمونو تر ځنګ نور ډېر مایع درمل شته چې کولای شئ خوله او غاښونه مو پرې ومینځئ. 

که مو غاښونه مصنوعي ويٍ هم په ښه ډول یې نظافت ته پاملرنه وکړئ.د مسواک  کولو پر مهال مو په سم ډول پر ژبه مسواک را تېر کړئ. حداقل د ورځې دوه وارې مو غاښونه په سم ډول مسواک کړئ، غاښونه مو د نخ په واسطه پاک کړئ، تر څو په غاښونو کې څه پاتې نه شي. 

د خولې د وچوالي له پاره اړینه ده؛ چې په پوره اندازه اوبه وڅښئ. ژولې وکاروئ، خو باید ژولې مو بې خوږو وي. 

له ډاکټر سره په سلا کولای شئ؛ چې د پروتون پمپ د تړلو او عیارولو درمل H2 و کاروئ. همدارنګه کولای شئ، چې له هایروکسید او منیزیم څخه کار واخلئ. 

که مو د خولې بوی د معدې د رفلاکس له امله وي غوره دا ده؛ چې له خوړو وروسته ۲ ـ ۳ ساعته ارام ونه کړئ او د معدې د رفلاکس له پاره  له اړینو درملو څخه کار واخلئ. 

د خولې د خوشبویه کولو له پاره له طبیعي خوشبویي څخه استفاده وکړئ. شین چای و ژوئ، جعفري وژوئ او مڼه و خورئ تر څو د خولې بد بوی مو ورک شي.