په واشنګټن کې چاودنه شوې

د امريکا په پلازمېنه واشنګټن کې ، د پوست رسولو په يوه دفتر کې بمي چاودنه شوې. د رپوټونو له مخې دغه چاودنه په يوه پوستي غوټه کې رامنځته شوې.
پېښه د امريکا پر مهال تيره ورځ او د افغانستان پر وخت نن سهار وختي رامنځته شوې. تر اوسه د رسيدلي زيانونو په هکله مالومات نشته خو د عيني شاهدانو په وينا، د پېښې ځای څخه تر اوسه هم لوګی پورته کيږي.